کابل/ د وری ۲۳ مه /باختر
افغاني سرې میاشتې د ترکیې په مالي ملاتړ پرون په پکتیکا کې پر ۸۰۰ اړمنو کورنیو خوراکي توکي ووېشل.
د پکتیکا د سرې میاشتې ریاست اداري او مالي مدیر محمد عمر حمیدي وایې چې یاده مرسته یې د دغه ولایت په سروضې او یوسف خېلو ولسوالیو کې پر اړمنو کورنیو ووېشله.
حمیدي زیاته کړه چې د مرستې د وېش پروسه شفافه ده او په راتلونکي کې به د پکتیکا په نورو ولسوالیو کې هم له اړمنو کورنیو سره ورته مرستې وکړي.
له دې وړاندې هم د پکتیکا سرې میاشتې د چین په همکارۍ پر ۷۰۰ بې وزلو کورنیو د خوراکي توکو مرسته وېشلې وه.
صدیقي