امنیت

دوسله والوطالبانو دډلې ديو مشهور قوماندان په ګډون په کندز کې د شپاړلسو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل .

کابل باختر دغبرګولي  پنځلسمه :
دوسله والو طالبانو دډلې ديو قوماندان په ګډون شپاړلس تنه وسله وال طالبان په کندز ولايت کې ديو لړ پوځي عملياتو کې ووژل شول .
ددغو  عملياتو په بهير کې  ددغې ډلې ددريو تنو پاکستاني  اتباعو په ګډون اووه تنه نور وسله وال طالبان نيول شوي دي .
  دغه عمليات دلسو ورځو راپديخوا دملي اردو او پوليسو دسلګونو تنو پوځيانو په ګډون دکندز ولايت په ځينو سيموکې پيل شوي دي او تراوسه پورې دوام لري .
دکندز ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوى  سيد سرور حسيني د باختراژانس خبريال ته وويل چې تيره شپه په نوي نښته کې دوسله والو طالبانو دډلې  مشهور قوماندان قاري محمد ولي له څلورو تنو ساتوونکو سره يې ووژل شو .
دغه قوماندان ديو لړ تروريستي بريدونو په  پلان جوړولو بوخت و چې دپوځيانو له خوا پرې بريد وشو اوووژل شو .
دغه پوځي عمليات  دتروريستي ډلو له شتون څخه دکندز ولايت داړوندو سيمو دپاکولو او دجمهوري رياست دراروانو انتخاباتو دترسره کولو لپاره دمناسبو شرايطو د برابرولو په مقصد  شوي دي.
دترلاسه شويو شميرنو له مخې، ددغو عملياتو په بهير کې په تيره بيا دکندز ښار او دشت ارچي ولسوالۍ په مربوطاتو کې لسګونو تنو وسله وال طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده اويوشمير طالبانو دپوځيانو له خوا نيول شوي دي.
  دغه راز پوځيان دتروريستي ډلو له شتون څخه دلسګونو سيمو دپاکولو تر څنګ دوسله والو طالبانو دسپکو او درندو وسلو د څو ډيپوګانو په کشفولو هم بريالي شوي دي .
  دکندز ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوى وايي چې دغه عمليات به په بشپړه توګه دتروريستي ډلو له شتون څخه دکندز ولايت داړوندو سيمو تر پاکولو او دتروريستي ګواښونو ترکمښت پورې دوام ومومي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته