نړۍ

د فلپيني بيړۍ د سپرليو پلټنه دوام لري.

مانيلا- باختر –د زمرۍ دمياشتې ٢٧
دفلپين د ام وى  توماس اکو يناس د مسافروړونکې بيړۍ چې دجمعې  په  شپه دسيبو ښار ساحلي اوبو ته څيرمه يې  له يوې باروړونکې بيړۍ سره ټکر وکړ  څه ناڅه شپږ سوه تنه سپرلۍ  ژغورل شوي  دي او احتمالي پاتې شويو کسانو او مړو
د موندلو لپاره پلټنې دوام لري.
دفلپين د بيړۍ چلونې د شرکت يو ويندوى  د دغه هيواد سيمه  ييزې  راډيو  ته وويل، چې دواړو بيړيو له يوې بلې سره سخت ټکر وکړ.
زيات شمير سپرليو بيړې ته داوبوله ننوتلو وروسته خاتونه سمندرته وغورځول .
ويل کيږي چې  ٥٨ ماشومان  هم د بيړۍ د اووه سوه  پنځلسوتنو سپرليو او
يوسلوشپاړلسو تنو عمله کې شامل وو   او تر اوسه معلومه نه ده  چې څو مره
ماشومان ژغورل شوي دي .
فلپين په سمندري ترانسپورت کې کمزورې سابقه لري .
هرکال په دغه هيواد کې دبيړۍ چلونې په پيښو کې زيات شمير خلک وژل کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته