امنیت

دوه څلويښت تنه طالبان په کندز کې ووژل شول

کابلباختر د وري د مياشتې۲۴مه د ۲۰۹ شاهین قول اردو مسوولین وايي چې په کندز ولایت کې تېره شپه د وسله والوطالبانو پر قرارګاوو او پټنځیو د ځمکني او هوايي بریدونو په نتیجه کې ۴۲ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي. د ۲۰۹ شاهین قول اردو یو مسوول نن سهار باختر آژانس ته وویل چې دغه پراخ عملیات په تېرو څلرویشتوساعتوکې د ځانګړو ځواکونو له خوا د غوڅ ملاتړ د هوايي ځواکونو په ملاتړ د وسله والو طالبانو د سوق او ادارې پر مرکزونو، پټنځیو او ځالو ترسره شول چې له امله يې ۴۲ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او یو زیات شمېر نوريې ټپیان شول. په کندزکې د ځانګړو ځواکونو یو مسوول ویلي دي چې د ورستیو دوو اوونیو په بهیرکې ۷۴ تنه وسله وال طالبان په دغه ولایت کې وژل شوي دي. ختم / ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته