امنیت

په غور کې دجګړو له امله له بيځايه شويو کسانو سره مرسته

کابل باختر دزمري د مياشتې ٨ :

په غور ولايت کې  د جګړو له  امله له لسګونو بيحايه شويو او زيانمنو شويو کورنيو سره  دخوراکي توکو مرسته وشوه.

 دغه مرسته  دکورنيو او بهرنيو مرستندويو بنسټونوله خوا برابره شوې

وه.

دغور دوالي  وياند عبدالحي خطيبي دباختر آژانس خبريال ته وويل  چې په دې پړاو کې د جګړو له امله له لسګونو بيځايه شويو او زيانمنو شويو کورنيو سره   دخوراکي توکو مرسته وشوه.

دغه توکي  يوولس قلمه بلل شوي  او  وريجې ، غوړي ، لوبيا ، چاى او بوره پکې شته .  څه موده مخکې دغه کورنۍ  ددولتيار په ولسوالۍ کې  دطالبانو له پراخ شتون  اوفعاليت وروسته  له  خپلو کورونو او ټاټوبو څخه تښتيدلي دي او اوس دفيروزکوه ښار په ګډون  د غور ولايت په خوندي سيمو کې شپې سباکوي.

 په يوبل  خبر کې ويل شوي دي  ؛ چې په بادغيس ولايت کې د جګړې له امله له سګونو زيانمنو شويو کورنيو سره  دخوراکي توکو مرسته وشوه.

دغه توکي  دافغاني سرې مياشتې  ، له پيښو سره دمبارزې دتياري د ادارې  او د څو نړيوالو بنسټونو په ګډون دخيريه موسسو او سازمانونو له خوا برابر شوي دي.

 په  بادغيس ولايت کې يوه سيمه ييز  مسوول دباخترآژانس خبريال ته وويل چې په دې پړاو کې د جګړو له امله له  لسګونو بې ځايه شويواوزيانمنو شويو کورنيو سره مرسته شوې ده .

يوه سيمه ييز مسوول  په بادغيس ولايت کې د جګړو له امله  له زيانمنوشويو کورنيو او اړو کسانو سره ترسره شوې مرستې کافي ونه بللې او له مرستندويو بنسټونو څخه يې دزياتو بشري مرستو غوښتنه کړې ده.    

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته