امنیت

دکونړ په غازي اباد کې په لسګونو کلي د ډار اچونکو له شتون څخه پاک شول .

کابل باختر دچنګاښ ٤مه
دکونړ په غازي اباد ولسوالۍ کې په پوځي عملياتو کې په لسګونو کلي دوسله والو طالبانو او داعشيانو له شتون څخه پاک شول .
دغه عمليات لس ورځې کېږي چې دهېواد داردو ، پوليسو او دهوايي ځواکونو په ملاتړ دسلګونو پوځيانو په ګډون  پيل شوي دي اولاهم دوام لري .
  دهېواد په ختيځ کې  دملي اردو يو جګپوړي  قوماندان دباختراژانس خبريال ته وويل چې په وروستيو  ٢٤ ساعتو کې  پوځيان بريالي شول چې دطالبانو او داعشيانو له شتون خخه په لسګونو کلي پاک کړي .
ده وويل:  پوځيانو ددې تر څنګه وکولاى شول تېره شپه په غازي اباد کلي  کې دطالبانو اوداعشيانو پټنځاى له جنګي وسايلو سره يې له منځه يوسي .
ددغوعملياتو له پيل څخه تراوسه پورې دمرګ ژوبلې تر څنګ غازي اباد دسلګونو ډار اچوونکو له شتون څخه پاک شوى دى .
  ختم_  شکريه- اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته