کابل/ باختر/ د غبرګولي د مياشتې ۹ مه
په ننګرهار ولايت کې ٦٥ کيلوګرامه نشه يي توکي او په لسګونو بوتله شراب کشف او ترلاسه شول .
امنيتي ځواکونه وايي چې دغه نشه يي توکي د څو عملياتو په بهير کې او د پلټنې له پوستو څخه ترلاسه شوي دي. د دغو نشه يي توکو د قاچاقو په اړوند درې تنه نيول شوي دي.
دننګرهار ولايت د رسنيو دفترباختر آژانس ته د يوې خبرپاڼې په لېږلو سره ليکلي دي چې دغو درېيو تنو کله يې چې غوښتل پنځه شپيته کيلوګرامه نشه يي توکي او په لسګونه بوتله شراب د ننګرهار ولايت له يوې سيمې څخه بلې سيمې ته ولېږدوي؛ ونيول شول .
ختم_ ج _ اکرم
1 د یوې دقیقې څخه لږ