سیاست

د غزني ولایت د قرباغ مشرانو د اجرائیه ریاست له لومړي مرستيال سره وکتل

_ کابل باختر د کب دمياشتې ١٤ مه
د غزني ولایت د قرباغ مشرانو، سپین ږیرو، ځوانانو، د وزیرو او مسودو شورا غړو د اجرائیه ریاست له لومړی مرستيال انجينیر محمدخان سره د دغې ولسوالۍ په شیراباد سيمه کې د تر سره شوي جنایت په اړه خبرې وکړې.
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د اجراييه رياست د وياند دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې قومي مشرانو دغه پېښه یو ستر جنایت وبلله او د ملي یووالي له حکومت څخه يې وغوښتل چې ژر تر ژره د د دغې پېښې عاملین پيدا او د قانون منګلولو ته يې وسپاري.
قومي مشر او د وزیرو د شورا مرستیال انجينر کریم الله د دغې پېښې په هر اړخیز حل ټینګار وکړ او زیاته يې کړه چې تښتول شوي کسان باید ژر تر ژر خلاص او د دغې پېښې مسوولینو ته قانوني سزا ورکړل شي.
د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال د قره باغ پېښه جنګي جنایت او د هر ډول ملي، اسلامي او انساني ارزښتونو خلاف وبلله او زیاته يې کړه چې د ملي یووالي حکومت به د پېښې مسوولین ډېر ژر پیدا او د قانون منګولو ته به يې وسپاري.
لومړي مرستيال له خلکو د یووالي او یو موټي کیدو هیله وکړ او ویې ویل چې خلک باید خپل مسوولیت ادا او مړي خاورو ته وسپاري او د لارې بندولو او نورو  ټولو هغو لارو چارو دې ډډه وکړي چې د عامو وګړو د اذیت او ګډوډیو سبب ګرځي.
د اجرائیه ریاست لومړي مرستيال خلکو ته د انصاف او عدالت ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې په دې اړه يې له جمهور ريېس محمد اشرف غني، امنیت شورا، کورنیو چارو وزارت او د غزني له امنیتي او اړوندو چارواکو سره خبرې کړې چې په دې اړه وجمهور ريېس یو لوړ پوړي پلاوي ته د هر اړخیزو څیړونو دنده سپارلې چې پایلې به یې ډېر ژر له خلکو او ولس سره شریکې شي.پاى _ سعيده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته