امنیت

دلغمان ولايت دولسواليو دلويو لارو دامنيت د تامينولو په مقصد عمليات پيل شول.

کابل – باختر دلړم دمياشتې ٣٠
د آلماس- ٢٧ په نامه ګډ چاڼيز او محاربوي عمليات نن سهار دلغمان ولايت په مربوطاتو کې پيل شول.
د ٢٠١ سيلاب قول اردو مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ : دغه محاربوي او چاڼيز عمليات د دولت دوسله والو مخالفينو دځپلو او دلغمان ولايت داليشنګ او علينګار دولسواليو دنويو لارو دامنيت دتامينولو په موخه دملي پوليسو سيمه ييزو پوليسو او دملي امنيت دځواکونو د ٢٠١ سيلاب قول اردو دلومړي پلې لوا دقوماندانۍ په مشرۍ نن سهار پيل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته