امنیت

درې شپيته کيلوګرامه نشه يي توکي په ننګرهار کې کشف شول .

کابل باختر د لړم نولسمه :
درې شپيته کيلوګرامه نشه يي توکي په ننګرهار ولايت کې له نشه يي توکو سره دمبارزې دپوليسو له خوا کشف او ترلاسه شول.
دننګرهار ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقي وال  د باختراژانس خبريال ته وويل: دغه نشه يي توکي چې شپږ ديرش کيلوګرامه اپين ، شل  کيلوکرامه اوومه چرس  او اووه کيلوګرامه هيروئين دي  دننګرهار ولايت په مرکز او ولسواليو کې دڅلورو ورځو عملياتو په بهير کې  ترلاسه شوي دي.
يوه اړونده خبرځاى وويل د قضيې په تور  پنځه تنه له دريو ليږدونکو وسايطو سره نيول شوي دي او تر پوښتنې لاندې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته