کابل/ د سلواغې ١٤مه/ باختر
د سعودي عربستان د فوټبال فدراسيون پرون د افغانستان له فوټبال فدراسيون سره د همکارۍ تفاهم ليک لاسليک کړ.
د فوټبال فدراسيون د خپرونو مسوول شمس اميني باختر آژانس ته وويل چې د عربستان د فوټبال فدراسيون مسوولينو د دغه هوکړه ليک د لاسليک په وخت کې د افغانستان د فوټبال فدراسيون د وروستيو برياليتوبونو يادونه وکړه او د افغانستان فدراسيون مشرتابه ته يې د زياتو همکاريو ژمنه وکړه .
د هېواد د فوټبال فدراسيون رييس محمد يوسف کارګر د سعودي عربستان او افغانستان د فوټبال فدراسيونونو ترمنځ د همکارۍ د تفاهم ليک لاسليک کول د هېواد د فوټبال په وده کې ارزښتناک وبلل او د دغو همکاريو پر دوام يې ټينګار وکړ.
د تمريني کمپونو، د مديريت په برخوکې د روزنيزو ورکشاپونو، بازار موندنې، ادارې، مربي ګرۍ او نورو برخوکې هغه موارد دي چې سعودي عربستان د فوټبال فدراسيون د افغانستان د فوټبال له فدراسيون سره همکاري کوي.
پاى ج ذ