امنیت

دکونړ د بنديانواعتصاب دوام لري

کابل باختردمرغومي ديرشمه :
دکونړولايت د جيل بنديانوله پرون راپديخوا د نه خوړو په اعتصاب لاس پورې کړى دى.
دغه بنديان د کونړ ولايت جيل د رييس د ګوښه کيدو غوښتنه کوي او وايي چې د کونړ والي او د دغه ولايت نورو مقاماتو له دوى سره ژمنې کړې دي خو عمل يې نه دى کړى.
دکونړ والي شجاع الملک جلاله باخترآژانس ته وويل چې ده دامکان تر پولې پورې له دغوبنديانوسره خپلې ژمنې عملي کړې دي.
جلاله وويل چې د دغه جيل اووه تنه خطرناک بنديان يې د کورنيو چارو وزارت په لارښوونه د ننګرهار ولايت جيل ته ليږدولي دي.
دغو بنديانوپه دې جيل کې د زياترو اعتصابونو رهبري کوله.
دکونړ ولايت د جيل بنديانو نږدې پنځلس ورځې مخکې هم ددغه جيل د مدير د ګوښه کيدو په دليل اعتصاب کړى و.
ويل کيږي  همدا اوس نږدې دوه سوه تنه بنديان دکونړ په جيل کې شپې سباکوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته