کابل باختر دوږي نولسمه
دقندز پوليسو هغه سړى ونيوه چې ددغه ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې دسيمه ئيزو پوليسو ديو قوماندان دوژنې تور پري لګول شوي دي .
دقندز ولايت امنيه قوماندان باختر اژانس ته وويل دغه وژنه دشخصي دښمنيو او ناندرو له امله شوې ده .
دقندز ولايت دامام صاحب ولسوالۍ په جان چشمه کلي کې دپوليسو يو سيمه ئيز قوماندان دلاور ددغې ولسوالۍ ديو اوسيدونکي له خوا په ډزو سره ووژل شو .
پوليس نن دقاتل په نيولو بريالي شول .
0 د یوې دقیقې څخه لږ