امنیت

دوه تنه وسله وال طالبان دامنيتي ځواکونو له خوا ووژل شول .

کابل باختر  دغبرګولي  ١٣

  سيمه ئيزو مسوولينو دپروان ولايت په سياه ګرد ولسوالۍ کې دوسله والو  طالبانو په سنګرونو  د امنيتي ځواکونو د نويو عملياتو دپيل خبر ورکړ 

 سيمه ئيز مسوولين  وايي ددغو عملياتو په بهيرکې دوه تنه وسله وال  طالبان ووژل شو ل او څو تنه نور جګړه ماران ټپيان شول .

 ويل کيږي   دغه نښتي نن غرمه پيل شوي  او تراوسه پورې  دوام لري دپروان ولايت دسياه ګرد ولسوال محمد سعيد صديقي باختر اژانس ته وويل امنيتي ځواکونو په دغي ولسوالۍ کې  دچاريکارو  _ باميانو دلويي لارۍ  د پاکولو په مقصد عمليات پيل کړي دي

 دغه لويه لاره  څو مياشتې کيږي چې دوسله والو طالبانو دشتون او نفوذ له امله دافغان او ناتو دځواکونو دکاروانونو پرمخ تړلي ده

 دسياه ګرد ولسوال وايي دوي هلې ځلې کوي چې په دغي ولسوالۍ کې د وسله والوطالبانو د پټنځايونو په  له منځه وړلو سره دچاريکارو  _ باميانو لويه لاره دترافيکو پرمخ  له دې جملي څخه دافغان او ناتو دځواکونودکاروانونو پرمخ پرانيزي .

  سعيد صديقي وويل تراوسه پورې درې تنه افغان ځواکونه ددغو نښتو په بهير کې تپيان شوي دي .

  ده وويل  چې دغه عمليات به دوسله الو طالبانو  تولو پټنځايونو تر له منځه وړلو پورې دوام وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته