امنیت

وسله والو کسانو په کونړ کې ديوې کورنۍ شپږ تنه غړي ووژل .

کابل باختر  دمرغومي شپږمه :
دکونړ ولايت دناړې  ولسوالۍ په مربوطاتو کې پرون په يوه کور دوسله وال بريد له امله ديوې کورنۍ شپږ تنه غړي ووژل شول او يوتن بل يې ټپي شو .
دکونړ ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب  سيدخيل د باختراژانس خبريال ته وويل: دغه پيښه دکونړ ولايت دناړې  ولسوالۍ په مربوطاتو کې  هغه وخت رامنځته شوه چې ناپيژاندو وسله والو  کسان داستوګنې په يوه کور بريد وکړ اوله امله يې ديوې کورنۍ شپږ تنه غړي ووژل شول او يوتن بل ټپي شو .
  يوه اړونده  خبرځاى وويل چې يرغلګر له ساحې څخه  په تيښتې بريالي شوي خو دپوليسو  ځواکونو دقضيې  په اړوند دوه تنه  په ساحه کې  نيولي دي .
  خبرځاى زياته کړه چې دغه پيښه  دشخصي دښمنۍ زيږنده  ده  او دقضيې دعاملانو دنيولو لپاره پلټنې  پيل شوي دي .
  ديادونې وړ ده چې دغه قربانيان دنورستان ولايت دکامديش  ولسوالۍ  اصلي اوسيدونکي دي او دناامنيو له امله له دغه  ولايت څخه دکونړ ولايت ناړې ولسوالۍ ته  بې ځايه شوي و . 
داپه داسې حال کې ده چې دولس ورځې مخکې هم وسله والو کسانو دننګرهار ولايت په بهسودو ولسوالۍ کې ديوې کورنۍ اته تنه غړي وژلي  و .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته