سیاست

جمهور رئیس غني په حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر کې بیت الله شریف ته د سږکال لومړنیو تلونکو حاجیانو سره مخه ښه وکړه.

کابل باختر دزمري د مياشتې ١٧ :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني، نن ماسپښین په حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر کې بیت الله شریف ته د حج فریضې د ادا کولو په موخه د سږکال لومړنیو تلونکوحاجیانوسره د مخه ښې کتنه وکړه.
دجمهور رييس دوياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ.
په پیل کې د حج او اوقافو وزیرفیض محمد عثماني د ښه راغلاست او پرانیستونې وینا پرمهال وویل، د جمهور رئیس د لارښوونې په اساس حاجیانو ته د تېر په پرتله لا ډېرې اسانتیاوې په پام کې نیول شوي او د حج پروسه هم اسانه شوې ده.
ښاغلي فیض محمد عثماني وویل، جمهور رئیس تل له حاجیانو سره د ښه سلوک، نېک چلند او ښو اسانتیاو د برابرولو لارښوونې کړې دي. هغه زیاته کړه،  د لومړي ځل لپاره په کابل کې د هرو ۴۷ حاجیانو لپاره یو معلم د افغانستان له بیرغ سره تنظیم شوی دی.
ښاغلي عثماني وویل، د اریانان افغان هوایي شرکت په نننۍ لومړۍ الوتنه کې به ۵۶۸ حاجيان او ۱۲ معلمان  سعودي عربستان ته ولېږدول شي. همدارنګه به د اریانا افغان هوایي شرکت الوتکه نن د شپې ۱۱ بجې له هرات ولایت څخه هم د سعودي عربستان په لور  الوتنه ولري.
حاجي نجم الدین د حاجيانو په استازیتوب  له جمهور رئیس څخه د مننې پرمهال وویل، تاسو لومړی جمهور رئیس یاست چې اسلامي فریضې (حج) ته د درناوي او خپلو هېوادوالو سره د ژورې مینې له مخې په هوایي ډګر کې له حاجیانو سره مخه ښه کوئ.
هغه وویل،د حاجیانو د ژر او پر وخت انتقال لپاره دې د اریانا افغان هوایي شرکت د الوتکو د کمبود  او نورو ستونزو حل ته پاملرنه وشي.
جمهور رئیس بیت الله شریف ته ټولو تلونکو حاجیانو ته د حج فریضې د ادا کولو مبارکي وویله او زیاته یې کړه، د خدای (ج) د فضل او کرم له برکته په تاسو د حج د فریضې د ادا کولو لورینه شوې ده.
د هېواد جمهور رئیس وویل، اسلام د معنوي ارزښتونو، سولې او ورورولي دین دی او تاسو هغه سپېڅلي ځای ته ورتلونکي یاست چې هغه د نړۍ د ټولو مسلمانانو قبله ده.
هغه زیاته کړه، کله چې مقام ابراهیم ته درېږئ، نو د اسلام د مبارک دین عظمت، د مسلمانانو وحدت، همبستګي او د اسلام وجودي فلسفه چې د مسلمانانو مساوات دی په عمل کې وینئ.
جمهور رئیس هغوی ته په ټینګار وویل، کله چې د حج د مراسمو د ادا کولو په موخه مقام ابراهیم ته ورځئ، نو د افغانستان د سولې، ثبات او پرمختګ لپاره د خدای تعالی په دربار کې دعا وکړئ، تر څو په افغانستان کې تحمیلي جګړه پای ومومي او واقعي سولې ته ورسېږو.
جمهورئیس محمداشرف غني وویل، د اریانا افغان هوایي شرکت د ستونزو د حل په برخه کې مو وړاندیز عملي کېږي او د اریانا مدیریت ورځ تر بلې په اساسي توګه بدلون مومي، تر څو د حاجیانو خدمت کې قرار ولري.
جمهور رئیس څرګنده کړه، په سعودي عربستان کې د افغانستان سفیر او  ټولو اراکینو ته مې لارښوونه داده چې ستاسو په خدمت کې واوسي. همدارنګه یې د حج او اوقافو وزیر او د حج پروسې له ټولو مسوولینو څخه حاجیانو ته د ښو اسانتیاو د برابرولو له امله مننه وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته