ټولنه

جمهور رئیس غني د چارو د ادارې د لوی رئیس عبدالسلام رحیمي د پلار د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړ

کابل باختر د مرغومي ديارلسمه :
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني، پرون له غرمې وروسته د چارو د ادارې د لوی رئیس عبدالسلام رحیمي د پلار د فاتحې په مراسموکې چې د کابل ښار د عیدګاه په جامع جومات کې پرځای شول، ګډون وکړ.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د فاتحې په دغو مراسموکې د جمهور رئیس غني په ګډون سربېره د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامدکرزي، د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چاروکې د جمهور رئیس فوق العاده استازي احمد ضیا مسعود، یو شمېر سرپرستو وزیرانو، د ملي شورا ځینو غړو، علمي او فرهنګي شخصیتونو، ښار ګڼ شمېر کابل ښاریانو، د وسله وال پوځ جنرالانو او د ارواښاد د کورنۍ غړو برخه اخستۍ وه.
جمهور رئیس محمد اشرف غني د ارواښاد زوی د چارو د ادارې لوی رئیس عبدالسلام رحیمي او د هغه د کورنۍ نورو غړو ته د خپلې خواخوږۍ او ډاډګیرانې مراتب څرګند او د لوی خدای له دربار څخه یې متوفی ته د فردوس جنت هیله وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته