سیاست

جمهور رييس په قندهار کي د خپلواکۍ د اتل شهيد سترجنرال عبدالرازق اڅکزي په نوم واټ پرانيست

قندهار باختر د چنګاښ ۱۲ مه
جمهور رييس محمد اشرف غني د چهارشنبې په ورځ د کابينې د يو شمېر غړو، لوړ پوړو دولتي مامورينو، په ولسي جرګه کې د قندهار د خلکو د استازو او يو شمېر قومي مشرانو په ملتيا قندهار ته سفر وکړ.
جمهور رييس قندهار ته له رسېدو سره سم د يو شمېر پروژو پرانيسته پیل کړه، له دغوپروژوڅڅه يوه هم د خپلواکۍ د اتل شهيد سترجنرال عبدالرازق اڅکزي په نوم د واټ پرانيستل و.
نن جمهور رييس او د کابينې يو شمېر غړو قندهار ته سفر درلود؛ مهمي پروژې یې پرانيستې او هوايي ډګر یې د ستر غازي احمدشاه بابا په نوم کړ.
جمهور رييس د نورو پروژو تر څنګ د خپلواکۍ د اتل شهيد سترجنرال عبدالرازق واټ ته لاړ او هغه يې پرانيست.
دا واټ چې د جمهوريت چوک څخه تر هوايي ډګر پوري غځېدلی ۱۶ نيم کيلومتره اوږدوالی لري د ۴۰ ميليونو ډالرو په ارزښت د فوايد عامې وزارت له لوري جوړ شوی دى.
جمهور رييس د ياد واټ د پرانيستلو پر مهال وويل، چې دا واټ د خپلواکۍ د اتل شهيد ستر جنرال عبدالرازق د اتلوليو او کارنامو په خاطر او د ولس په غوښتنه د هغه په نوم نومول کېږي.
جمهور رييس د ښار جوړونې وزير، قندهار ښاروالۍ او د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته سپارښتنه وکړه، چي پر همدې تګلوري کې د انکشافي زون جوړېدو ته ترتيبات ونيسي.
جمهور رييس د خپلو خبرو په دوام وويل، چي د قندهار د پراختيا او جوړونې لپاره له هغه شرکت سره خبري شوي، چې د کابل ښار د پراختيا او جوړونې لپاره یې پلان جوړ کړی و.
د قندهار د ولايتي شورا رييس حاجي سيد جان خاکرېزوال له جمهور رييس څخه مننه وکړه، چي د ولس غوښتنې په پام کې نيسي او د هغوی د غوښتنو د پوره کولو لپاره هڅې کوي.
خاکرېزوال د خپلواکۍ د اتل شهيد ستر جنرال عبدالرازق واټ ستاينه وکړه او زياته یې کړه، چي ياد واټ په عصري او اساسي ډول جوړ شوی او ټول قندهاريان په دې کار سره ډېر خوشاله دي.
د خپلواکۍ د اتل شهيد ستر جنرال عبدالرازق واټ د هېواد په کچه له مهمو او عصري واټونو څخه شمېرل کېږي، چې په تګلوري کې یې ۲۷۳ فرعي لارې او ۴۴ پولچکونه هم جوړ شوي دي.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته