امنیت

دکندز دتيرکال پيښه به تکرار نه شي .

کابل باختر د وري اوومه :
دکندز والي دپوهنې زده کوونکو ته ډاډ ورکړ چې دکندز دتيرکال پيښه به بيا تکرار نه شي .
  دکندز والي  اسد الله عمر خيل دپوهنې دزده کوونکو دنوي تعليمي کال په مناسبت  په خپلې وينا کې وويل چې دمخالفينو له خوا دکندز دنيول کيدو پيښه  به تکرار  نه شي او دزده کوونکو له  ميندو او پلرونو څخه يې وغوښتل چې دلوڼو او زامنو په ګډون خپلو بچيانو ته اجازه ورکړي چې خپلې زده کړې ته دوام ورکړي ځکه له دې پرته چې راتلوونکى نسل دعلم او پوهې په ګاڼه سمبال شي بل انتخاب شتون نه لري ځکه له دې امله سخته اړتيا احساسيږي چې ټولې ميندې او پلرونه له تفکيک  پرته خپل بچيان په ښوونځي کې  شامل کړي او له دغه حياتي چانس  څخه دې ګټه واخلي . 
  دکندز ولايت دپوهنې رياست ديوه مسوول دڅرګندونو له مخې: په روان تعليمي کال کې څه ناڅه ديرش  زره تنه نوي زده کوونکي جذب شوي دي او همدا اوس  دښوونځيو دروازې دزده کوونکو پرمخ پرانستې دي .
  يوه اړونده خبرځاى وويل چې همدااوس په کندز ولايت کې څلور سوه اووه نوي ښوونځي فعال دي خو دسيمې مخورو  دهغو لرې پرتو ساحو  څخه چې ښوونځي پکې فعال نه دى  خپلې انديښنې  څرګندې کړې دي خو دکندز دولايتي شورا غړو او امنيتي بنسټونو ژمنې کړې دي چې دښوونځيو دامنيت دتامينولو په لاره کې جدي هلې ځلې  کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته