سیاست

جمهورريیس د افغانستان لپاره د ناټو سازمان له نوي ملکي استازي سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې

کابل / د غبرګولي ۱۳ مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني د افغانستان لپاره د ناټو سازمان نوي ملکي استازي سټیفانو پونتیکوروو سره نن سهار د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.

د جمهورييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ؛ جمهورريیس غني د افغانستان لپاره د ناټو نوي ملکي استازي سټيفانو پونتیکوروو ته د نوي ماموریت د مبارکۍ ترڅنګ نوموړي ته د لا ډېرو بریاوو هیله وکړه.
په دغه ویډیو کنفرانس کې دواړو لوریو د افغانستان دولت په لومړیتوبونو چې سوله، له کرونا ویروس سره مبارزه، د امنیتي او دفاعي ځواکونو لا پیاوړتیا، اصلاحات او بشري مرستې دي، خبرې وکړې.
سټيفانو پونتیکوروو په افغانستان کې په خپل نوي ماموریت خوښي وښوده او ويې ویل،: ناټو سازمان به د افغانستان دولت د دایمي همکار او د ثبات د دوامدار ملاتړي په توګه د افغانستان دولت او خلکو ترڅنګ وي.#
پاى / ذ
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته