کابل باختر دوري اووه ويشتمه :
د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په ګډو تعرضې او تهاجمي عملیاتو کې چې د خلکو د ځان او مال د ساتلو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه په تیرو ۲۴ ساعتو کې د هیواد په بېلابېلو سیمو کې ترسره شول، د طالبانو د یو تن سیمه يیز قوماندان په ګډون ۱۹تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۱۸تنه نور ټپیان شوي دي .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفترباختر آژانس ته خبرورکړ.
دغه ګډ عملیات چې د توپچي اوهوایي قوتونو په ملاتړ د ننګرهار، کاپیسا، خوست، لوګر، پکتیا، میدان وردګ، قندهار، ارزګان، هرات ، فراه غور ، بلخ ، فاریاب، بغلان او هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي په پایله کې يې د پکتیا ولایت د زرمت په ولسوالۍ کې د طالبانو د یو تن سیمه يیز قوماندان عبدالحکیم په ګډون ۴ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۵ تنه ټپيان ، د هلمند ولایت د ګرشک او سنګین په ولسوالۍ کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي ، ۴ تنه ټپيان ، ۱۲ پټڼځایونه له منځه وړل شوي او ۱۴ ماینونه کشف او شنډ شوي د ارزګان ولایت د خاص ارزګان په ولسوالۍ کې ۴ تنه طالب ترهګر وژل شوي او ۲ تنه ټپیان او د بلخ ولایت د چمتال په ولسوالۍ کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي او ۶ تنه نور ټپیان شوي دي .
همدا راز په دغو عملیاتو کې د بغلان ولایت د دوشي په ولسوالۍ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي ، د میدان وردګو ولایت د سید آباد په ولسوالۍ کې یو تن ترهګر وژل شوی او یو تن ټپی او د ننګرهار ولایت د نازیانو په ولسوالۍ کې یو تن داعش وژل شوی دی.
په تیرو ۲۴ ساعتو کې ۱۸چاڼیز او ۶۸خاص کماندویي عملیات د هیواد په ۱۳ ولایتونو کې په لاره اچول شوي د افغانستان هوایي ځواکونو ۳۸ پروازونه د ملي اردو د ځواکونو د ملاتړ په موخه کړي او ۷ هوایي ضربې د دښمن په پټنځايونو تر سره شوې دي.پاى- سعيده
0 1 دقیقه لوستل