امنیت

د میوند قول اردو درې تنو افسرانو ته مډالونه ورکړل شول

لښکرګاه باختر د تلې  ۲۲ مه
د ۲۱۵ میوند قول اردو د قوماندانۍ، د لوی درستیز او ملي دفاع وزارت په وړاندیز او د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رېیس او د ملي پوځ سر قوماندان د فرمان پر اساس د یادې قول اردو د دوو تنو افسرانو نوبتي ترفیع منظور او دریو تنو افسرانو ته د جمهوري ریاست مډالونه نصب کړل شول.
د جنوب غرب حوزې عمومي قوماندان جنرال ترین د باختر اژانس سیمه ېیز خبریال ته وویل: ادلون بدلون، لوړ پوست ته ارتقا‌، ترفیع، مکافات، مجازات او مډالونه د ملي اردو له بنسټیزو اصولو څخه ګڼل کېږي.
هغه زیاتوي چې له همدې امله باید هغه افسران او سرتېري چې د هېواد او خلکو لپاره سرښندنې کوي لا زیات وستایل شي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته