فرهنګ

دحاجيانو دعملي اونظري لوست پروګرام پيل شو

کابل- باختردوږي دمياشتې ٢٠ :
دبيت الله شريف دحج دمناسکو عملي اونظري لوست نن دتمثيلي کعبې په شاوخوا کې دبيت الحرام دحج تلونکو ته دکابل ښار دعيدګاه په جامع جومات  کې پيل شو.
حاجيان هره ورځ دغه مراسم سعودي عربستان ته د حاجيانو ترليږدونې پورې دوام کوي  چي په دغو مناسکو کې طواف  ، دصفا او مروى ترمنځ هلې ځلې ، تلبيه اوهغه دعاګانې چې په بيلابيلو مقامونو کې لوستل کيږي شامل دي چې ددوى دغه لوست په  بشپړ اوعملي توګه دحج او ا وقافو وزارت دمسوولينو اودبعثه دښوونکو له خوا پرمخ بيول کيږي .
دغه لوست په يو وخت کي داړوندو ولايتونو حاجيانو ته پيل شوي دي.
دحج او اوقافو وزارت دخپرونو رييس استاد حبيب الرحمن صالحي دباختراژانس خبريال ته وويل: دکارتونو د ويشلو ، پاسپورټونو، د درملو اوروغتيايي ټيمونو ، په مکه اومدينه  په ښارونو کې دحاجيانو دميشت کولو ، دبعثه دهيئت او دحاجيانو دلارښوونکو دټاکل  اوله هوايي شرکت سره  دحاجيانو دليږد ونې دتړون دلاسليک کولو په  ګډون  دحاجيانو ټول کار بهيرونه بشپړشوي دي.
ده زياته کړه: يوازې دويزې داخيستلو مسله پاتې ده چې ډير ژر به دسعودي عربستان له خوا دحاجيانو ليږدول پيل شي .
ديادونې وړ ده چې له افغانستان څخه به سږکال ديرش زره تنه  دحج دفريضې داداکولو په خاطر سعودي عربستان ته واستول شي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته