ورزش

د ښاروالې دالف ټيم دسمندر ټيم سره لوبه کوي

٨- کابل باختر د ليندي  شپږ ويشتمه

  دکابل ښار د باسکتبال  په انتخاباتي سياليو کې  څلورو ټيمونو نيمه وروستي پړاو ته لاره وموندله .

 په دغو ټيمونوکې دکابل ښاروالۍ الف اوب ، سمندراو دملي امنيت  ټيمونه  شامل دي چې ټاکل شوې ده  نن مازيګر دښاروالۍ الف ټيم دسمندر له ټيم سره لوبه وکړې .

 دالمپيک دملي کميټې دباسکتبال  سکرترجنرال  غوث نيک  بين د څرګندونو له مخې  په دغو سياليو کې  چې پرون مازيګر دالمپيک دملي کميټې په لوبغالي کې ترسره شوي  دښاروالۍ الف ټيم دپولي تخنيک پر ټيم  دکابل  ستوري  ټيم داريا پر ټيم دملي امنيت ټيم دښاروالۍ  پر بي  ټيم او دسمندر ټيم دپوهنې پر ټيم بريالي شول .

  دغه سيالۍ داتو کلپونو  دورزشکارانو ترمنځ پيل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته