روغتیا

د پکتيکا په روغتونونو کې ښځينه ډاکټرانې ګومارل کېږي

 کابل / د وږي ۲۲ مه / باختر
د عامې روغتیا وزارت سرپرست وایې چې د پکتیکا په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې به ښځینه مسلکي ډاکټرانې پر دندو وګومارل شې.
د باختر آژانس د سیمه ييز خبریال د خبر له مخې؛ د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر جواد عثماني پکتیکا ته د سفر پرمهال د دغه ولایت په یو شمېر روغتونونو کې د ښځینه ډاکټرانو پر دنده ګومارلو ژمنه وکړه او زیاته یې کړه چې په نږدې راتلونکې کې به په یاد ولایت کې شته ستونزې حل شي.
عثماني د روغتیا په برخه کې د پکتیکاوالو يولړ ستونزې او غوښتنې له نږدې واورېدې.
عثماني زیاته کړه: د مرکز ښرنې ملکې روغتون چې له دې وړاندې ٧٥ بستره لرل ژر به په ١٠٠ بستریز روغتون بدل کړل شي.
په همدې حال کې د پکتیکا اوسېدونکو د عامې روغتیا له وزیر څخه مننه وکړه چې یاد ولایت ته یې سفر وکړ او د دې ولایت ولسونو روغتیایي ستونزې یې له نږدې واورېدې.
په ورته مهال د پکتیکا والي ډاکټر مجیب الرحمن څمکني د عامې روغتیا له وزیر هیله وکړه چې د پکتیکاوالو ستونزې له مرکزي دولت او جمهوررییس سره شریکې کړې او د حل کېدو ډاډ یې ترلاسه کړي.
د یادونې وړ ده چې د پکتیکا په روغتونونو کې تر دې وړاندې د ښځینه ډاکټرانو د نه شتون ستونزې وې چې د عامې روغتیا وزارت یې د اواري ژمنه وکړه او زیاته یې کړه چې دا او دې ته ورته ستونزې به له ولایتي ادارې سره په ګډه همغږۍ حل کړي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته