کابل باختر دزمري اتلسمه :
په سرپل ولايت کې پرون يوه ځوانه نجلۍ چې غوښتل يې د زهرو په خوړلو سره ځان و وژني ، د ډاکترانو له خوا وژغورل شوه .
د سرپل ولايت د ښځو دچارو رييسې نسيمې آرزو باخترآژانس ته وويل :
دسرپل ولايت په مرکز پورې اړوند د اوکاني د کلي اوسيدونکى يوې اتلس کلنې نجلۍ د وژونکې مادې له خوړلو وروسته له کوره وتښتيده او د امن کورته يې پناه يوړه او له دې امله چې حالت يې مخ په خرابيدو و د امن د خونې مسوولينو د روغتون له چارواکو څخه د مرستې غوښتنه وکړه .
دښځو د چارو د رييسې د څرګندونو له مخې ، د ډاکترانو په رسيدو سره د دې د کولمو له مينځلو وروسته دنجلۍ حالت مخ په ښه والي شو .
په همدې حال کې يو عيني شاهد چې د نامه له اخستلو څخه يې ډډه وکړه باختر آژانس ته وويل ، چې دغې ځوانې نجلۍ دکورني تاوتريخوالي له امله په ځان وژنې لاس پورې کړى و .
څه موده مخکې هم دوو تنو نجونو په همدې ولايت کې په ځان وژنې لاس پورې کړى و .
0 1 دقیقه لوستل