اقتصاد

دقندهار والي : يوشيمر کورني او بهرني کړى نه پريږدي چې دتاپي پروژه عملي شي .

-کابل باختر دزمري اتلسمه :
دقندهار والي  وايي يوشمير کورني اوبهرني کړى  په افغانستان کې  دتاپي  دسترې پروژې دعملي کولو مخه نيسي .
دباختراژانس دخبرله مخې ، زلمي  ويسا پرون هند اوپاکستان  ته دافغانستان  له لارې دترکمنستان دګازو دليږدوني پروژې په باب دپوهاوي ورکولو په سيمينار کې ددغې پروژې دامنيت په تامينولو کې دسيمې دقومي مشرانو اوخلکو همکاري يو مهم اقدام وباله .
دسيمينار په برخه والو وويل چې دتاپي په ستره پروژه کې بايددسيمې خلک په تيره بيا  ځوانان په کاروګومارل شي  .
دتاپي دګازو دليږدونې پروژې په سلګونو کيلومتره نل ليکه ټاکل شوې ده دافغانستان له جنوبي ولايتونو څخه تيره شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته