کابل باختر د تلي ٢٢ :
په سرپل ولايت کې د دوو قومونو ترمنځ د نښتې له امله درې تنه ووژل شول او شپږ تنه نور ټپيان شول .
دغه نښته پرون ناوخته د سنګ چارک ولسوالۍ د اوقاف په سيمه کې د دوو قومونو ترمنځ رامنځته شوې ده .
دسرپل ولايت يو سيمه ئيز مسوول باخترآژانس ته وويل چې په دې نښته کې له دواړو لورو څخه درې تنه وژل شوي دي او شپږ تنه نور ټپيان شوي دي .
ويل کيږي چې دځمکې د مالکيت او د اوبو له منابعوڅخه د استفادې څرنګوالى کلونه کيږي چې په سنګ چارک کې ددغو دوو قومونو ترمنځ د خونړيو نښتوسبب شوي دي .
ټيک لس ورځې مخکې هم ددغو دوو قومونو ترمنځ د نښتې له امله له دواړو لورو څخه درې تنه ووژل شول او پنځه تنه نور ټپيان شول .
0 1 دقیقه لوستل