نړۍ

دايران جمهور رييس : دايران او امريکا اختلافونه د مديريت وړ دي .

نيويارک‌ نړيوالي خبري منابع  باختر دتلې دمياشتې ٣
دايران جمهور رييس حسن روحاني دملګروملتوسازمان دعمومي ټولنې په  اته شپيتمه غونډه کې دايران د اټومي دوسيې دحل په نسبت خوښى څرګنده کړه او
له امريکا سره يې داړيکو په باب وويل  دشرايطو په پام کې نيولو او دجګړې غوښتنونکو دفشار د ډلو دګټو په مخنيوي سره کولاى شو  د دواړو هيوادونو داختلافونو مديريت وکړو .
روحاني په خپله وينا کې اشاره  وکړه  چې د امريکا دجمهور رييس بارک اوباما خبرې يې  په دقت سره واوريدي.
روحاني وويل چې ايران د  نورو هيوادونو دګډوګټو او متقابل  درناوي په نسبت درغنده تعامل په لټه کې دي  او په دې چوکاټ کې له امريکا سره د تاوتريخوالي دزياتوالې  په لټه کې .
دملګرو ملتو دسازمان دعمومي ټولنې اته شپيتمه غونډه تيره شپه په نيويارک کې ددغه سازمان په مقر کې پيل شوى او دامريکا او دايران جمهور رييسان بارک اوباما او حسن روحاني ددغو غونډو له لومړيو وينا والو څخه و .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته