ښوونه او روزنه

اووه اتيا تنه دزده کړې په مقصد هند ته واستول شول

کابل باختردتلي دمياشتې  ٧ :
دهنددبورسونو اووه اتيا تنه کانديدان ددولت په لګښت نن هند ته واستول شول.
دلوړو زده کړو وزارت  مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ.
پوهاندډاکتر عبيدالله عبيد ددغو محصلينو دروانيدو په وخت کې وويل ،
دويمه ډله ده چې دتيرې اوونۍ په بهيرکې ددولت په لګښت  د لوړوزده کړو په مقصد هندوستان ته استول کيږي .
دده دڅرگندونوله مخې، دغه محصلان دازموينې له ورکولو اودلوړو نمروله اخيستلو وروسته دغو بورسونو ته ټاکل شوي دي .
ټاکل شويې ده دبورسونو دکانديدانو يوه بله ډله په نږدې راتلوونکې کې ماليزيا ته واستول شي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته