ټولنه

ديني عالمان : زموږ دخلکو پيوستون په هېواد کې دمصيبتونو دپاى ته رسيدو سبب کيږي .

کابل باختر د  چنګاښ  اتلسمه :
دهېواد دمرکز  او ولايتونو د جامع جوماتونو عالمانو او واعظانو  نن دجمعې دلمانځه له اداکولو مخکې  په خپلو ويناو کې  خلک  زيات يووالي او پيوستون ته راوبلل  او په ټينګار سره يې  دخلکو  يو والي او پيوستون  په هېواد کې دسولې او امنيت دتينګښت او زموږ دخلکو دمصيبتونو دپاى ته رسيدو  عوامل وبلل .
دهېواد دمرکز او ولايتونو له جامع جوماتونو څخه دباختراژانس دخبريالانو دخبر له مخې ،  نن دجمعې دلمانځه په خطبو کې وويل شول  چې داسلام مقدس دين  خپل پيروان  يو والي او پيوستون ته  رابللې دي او دمسلمانانو ترمنځ نفاق  يې  داسلامي  ټولنې  دبيرته پاتې والي  او دبدمرغي  عوامل بللې دي .
  ديني عالمانو څرګنده کړه چې زموږ دهېواد او خلکو  بهرنى دښمنان  له  خپلو کورنيو کوډاګيانو سره په لاس يو کولو کې  کلونه کلونه کيږي  هلې ځلې کوي  چې  زموږ دخلکو ترمنځ   له بيلابيلو پتو څخه  بې اتفاقي پيداکړي .
زموږ خلک بايد  داسلام  د مبين دين  دحکمونو په پيروۍ  يو بل  ومني او دخپل  يو والي او پيوستون دساتنې لپاره  لازياتې  هلې ځلې وکړي .
  په دغو  موعظو کې دغه راز  امر باالمعروف اونهى عن المنکر  دټولو مسلمانانو  مسووليت وبلل شو  او څرګنده شوه  چې دهر  مسلمان  دنده ده چې دداسې عملونو له ترسره کولو څخه  چې په اسلامي ټولنه کې دفساد  درواجولو سبب کيږي  ډډه وکړي . او په غوره  چلندونو  او اخلاقو سره خلکو ته  خدمت وکړي .
او په دې کار کې که چيرې  اړتيا پيدا شي  امنيتي  منسوبينو ته  چې په دې برخه کې مسووليت لري  خبر ورکړي .
  ملا امامانو او واعظانو دنيکمرغه کوچني اختر په بختورو ورځو کې  زموږ دهېوادوالو  دامنيت دساتنې  په کار کې  دپوځيانو  دهڅو او هاند يادونه وکړه او ويې ويل  چې دهغوى  نه ستړې کيدونکي  هلې ځلې  ددې سبب شوي  چې  زموږ  مسلمان هېوادوال  دامن په فضا کې  دنيکمرغه کوچني اختر ورځې تيرې کړې . او هم  له کومې انديښنې پرته  د اختر لمونځ اداکړي .
ديني عالمانو يوځل بيا  ددولت له وسله والو مخالفينو څخه وغوښتل  چې  دافغانستان داسلامي جمهوريت دنظام  سوله ئيزې بلنې ته هرکلى ووايي  او  دخلکو  دوژنې پرځاى دې  دخپل هېواد  په ودانولو کې  ونډه واخلي . 
دوى دغه راز  ددولت  ځينواقتصادي  پروګرامونو ته اشاره وکړه او ويې ويل  چې  دغه پروګرامونه  زموږ دخلکو اقتصادي حالت  پياوړې کوي او  زموږ هېواد  په خپلو پښو دروي .
ديني عالمانو له خلکو څخه وغوښتل  چې  ددغو  پروګرامونو په عملي کولو کې دې  له دولت سره  مرسته وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته