امنیت

په فارياب کې د شپږو تنو ډار اچوونکو وژل کيدل

ميمنه باختردکب دمياشتې٢٦ نيټه :
شپږ تنه ډار اچوونکي تېره شپه  په فارياب ولايت کې ووژل شول.
د فارياب ولايت  د امنيې قوماندانۍوياند عبدالکريم يورش باخترآژانس ته وويل ؛دغه ډاراچوونکي  د فارياب ولايت  د دولت آباد ولسوالۍ دجوقانو او جرقلعه په کليو کې  د ځمکنيو او هوايي عملياتو په بهيرکې  ووژل شول .
په وژل شويو کسانو کې د ډار اچوونکو يو سيمه ييز سرګروپ  په آستانه مشهور ملا موسى  هم شامل دى.
ده زياته کړه  چې  په دغو عملياتو کې  ١٣ تنه نور ډار اچوونکي ټپيان شوي دي   او د دښمن  يو فولډر موټر ، پنځه موټرسايکلونه او يوه اندازه جنګي وسايل هم له منځه وړل شوي دي. پاى   ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته