امنیت

دانتخاباتو کمسيون ته څيرمه دچاودنې له امله يو پوليس شهيد شو .

کابل باختر دزمري دوه ويشتمه :
دهغه ځانمرګي  بريد له امله چې نن له غرمې وروسته دانتخاباتو خپلواک کميسيون  ته څيرمه وشو يو پوليس  شهيد او يوبل پوليس  ټپي شو .
دکابل ولايت دامنيې قوماندانۍ  وياند حشمت الله  ستانکزي دباختراژانس خبريال ته وويل هغه سړي چې نن له غرمې وروسته  يوه نيمه بجه  داعتراض کوونکو نوماندانو دغونډې په سيمه کې په خپل بدن  کې ځاى پرځاى  شوى چاوديدونکي توکي وچوي  دپوليسو له خوا وپيژندل شو او خپل چاوديدونکي توکي يې وچول چې ددغې چاودنې له امله يو پوليس   شهيد او يوبل پوليس ټپي شو . يوشمير نوماندانوچې نومونه يې دانتخاباتو دخپلواک کميسيون له فهرست څخه  حذف شوي وو دانتخاباتو دخپلواک کميسيون په وړاندې اعتراضي غونډه جوړه کړې ده .
  ختم_س عيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته