امنیت

په بغلان کې دپوليسو په څو پوستو دطالبانو دبريدونو شنډول

کابل باختر د زمري  اتمه :
په بغلان ولايت کې سيمه ئيز  مقامات وايي چې دوسله والوطالبانو يولړ بريدونه يې شنډ کړي دي .
  پرون ناوخته  په لسګونو تنو وسله والو طالبانو دبغلان ولايت ددهنه غوري په ولسوالۍ  او په پلخمري  ښار کې په ځينو پوستو  بريدونه وکړل چې دامنيتي  ځواکونو  له مقاومت   سره مخاخ  شول .
دبغلان ولايت  امنيه قوماندان  جنرال عبدالجبار پردلي دباختراژانس خبريال ته وويل  چې په دغو بريدونوکې يويرغلګر ووژل شو يو تن ونيول شو اودرې تنه نور يې  ټپيان شول .
ده دغه راز په دغو پيښو کې ددوو تنو  سيمه ئيزو پوليسو ټپي کيدل تاييد کړل .
جنرال پردلي  وويل چې يرغلګر دپوځيانو له مقاومت سره له مخامخ کيدو وروسته تښتيدلي دي .   

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته