ټولنه

په غور کې اړو کورنیو خوراکي توکي ترلاسه کړل

۳۳- کابل / د مرغومي ٧ مه / باختر
په غور کې پرون د ناامنیو او جګړو له امله ۷۲ بېځایه شویو کورنیو خوراکي توکي ترلاسه کړل.
د غور د مهاجرینو د راستنولو چارو آمریت یو مسوول باختر آژانس ته وویل چې په دغو توکو کې اوړه، غوړي، دال، مالګه او بېسکوېټ شامل دي چې پر یادو کورنیو ووېشل شول.
هغه وویل چې دغه توکي د خوړو نړیوال سازمان په همکارۍ پر هغو بېځایه شویو کورنیو ووېشل شول چې د جګړو او ناامنیو له امله له دولتیار، چارسدې او تیورې ولسوالیو څخه د فېروزکوه ښار ته بېځایه شوې دي.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته