ورزش

د پيام آسيا ټيم د آزادۍ ټيم ته ماتې ورکړه

کابل باختر/  دزمري دمياشتې ٧ :
په هرات ولايت کې د فوټبال د لومړي لاس د سيالۍ څلورمې اوونۍ نن سهار په يوې لوبې سره دوام وکړ.
د هرات ولايت د ورزشي آمريت مرستيال ضياالحق ضيا د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دې لوبه کې د پيام آسيا ټيم د صفر په وړاندې په يوې سره د آزادۍ ټيم ته ماتې ورکړه   .
د هرات د فوټبال د لومړي لاس سيالۍ د دولسو ټيمونو ترمنځ په هرات کې پيل شوې دي او په دوام يې سبا د باختر ټيم له آرش تيم سره لوبه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته