سیاست

داسيا دزړه کنفرانس په هند کې پيل شو .

نوى ډيلي  باختر دليندى ديارلسمه :
په افغانستان کې دسولې ، همکارۍ او داقتصادي انکشاف په باب داسيا دزړه په نامه شپږم کنفرانس نن دهند په امرتسر ښار کې خپل کار پيل کړ .
  باختراژانس دهندي رسنيو له خولې خبر راکړ. په دې کنفرانس  دنړۍ دڅلويښتو هېوادونو استازو ګډون کړى دى  او له ستونزو سره دچلند او په سوکالي دلاس بري دلارو چاروپه اړوند د افغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس محمد اشرف غني او دهند دصدراعظم نريندرا مودي له خوا پرانستل شو .
داسيا دزړه دوه ورځنۍ کنفرانس دافغانستان دامنيتي حالاتو دښه والي او دمسئلو له حل کولو سره دمرستې لپاره  دهمکاريو دپراختيا په موخه دکابو څلويښتو غړو هېوادونو او ددغه کنفرانس دملاتړو او دڅه دپاسه لسو نړيوالو او سيمه ئيزو بنسټونو داستازو په ګډون په کار پيل وکړ .
دهند دماليې وزير هارون جيتلي  ددغه هېواد دبهرنيو چارو دوزير شوشما سواراج پرځاى  په دې کنفرانس کې ګډون کړى دى .
نننۍ  کنفرانس په داسې حال کې جوړيږي چې داسيايي هېوادونو دبهرنيو چارو وزيران به سبا په هغه کې  زياتې  خبرې وکړي  او داسيا په جنوب کې دتروريزم دله منځه وړلو او ښايي په افغانستان کې د اتصالاتو دښه والي دلاروچارو په باب وغږيږي .
په افغانستان کې دپاکستان  سفير ابرار حسين په دې کنفرانس کې دلوړې کچې په خبرو کې ګډون کوي  افغانستان ، ايران ، پاکستان ، چين ، روسيې ، هند ، اذربايجان  ، قزاقستان ، قرغزستان ، تاجکستان ، ترکمنستان ، ترکيې ، عربستان او دعربي متحده اماراتو  په ګډون داسيا دزړه  غړي هېوادونه دي .
امريکا ،استراليا ، کاناډا ، دنمارک ، مصر ، فرانسه ، فنلند ، المان ،  عراق ، ايټاليا ، جاپان ، ناروي  ، پولند ، اسپانيا ، سويډن او بريتانيا هم داسيا دزړه ملاتړي هېوادونه بلل کيږي .
دبهرنيو چارو  دوزيرانو په کچه داسيا دزړه لومړى کنفرانس په ٢٠١١ ميلادي کال کې  استانبول په  کوربه توب جوړ شو نور کنفرانسونه يې په ترتيب  سره دافغانستان  ، قزاقستان ، چين او دپاکستان په کوربه توب له  ٢٠١٢ ميلادي کال څخه تر ٢٠١٥ ميلادي کال پورې جوړ شو .
لکه ځنګه چې ترکيه داسيا دزړه دکنفرانس دجوړولو يوه نوښتګره ده ددغه کنفرانس نوم داسيا دزړه داستانبول  بهير په نامه شهرت لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته