ورزش

کيميا يوسفي په سپک اتلتيک کې دښځو ديواحنۍ استازې په توګه دبرازيل د ٢٠١٦ کال دالمپيک په سياليو کې دگډون لپاره انتخاب شوه .

کابل باختر دکب شپږ ويشتمه :
کيميا يوسفي  په سپک اتلتيک  کې دښځو ديواحنۍ استازې په توګه  دبرازيل د ٢٠١٦ کال دالمپيک په سياليو کې دگډون لپاره  انتخاب شوه .
دبدني روزنې اوسپورت  رياست باختراژانس ته خبر ورکړ. ددريو تنو ښځينه ورزشکارانو ترمنځ سياليو کې  چې د سپک اتلتيک فدراسيون  له خوا دکابل په ورزشي لوبغالي کې ترسره شوې  دايران په  مشهد کې دميشتو افغان مهاجرو ورزشکارانو استازي  کيميا يوسفي له خپلو سيالانو څخه مخکې شوه او دبرازيل  د ٢٠١٦ کال دالمپيک  په سياليو کې يې دګډون جواز ترلاسه کړ .
دبرازيل  د ٢٠١٦ کال دالمپيک په سياليوکې  له افغانستان څخه دسپک اتلتيک په څانګه کې به  ديو نارينه او يوې ښځې په ګډون به دوه  تنه ورزشکاران  ګډون وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته