کابل باختر دوري څلور ويشتمه په فراه ولايت کې دوسله والو طالبانو په سنګرونو دافغان پوځيانو په نويو هوايي بريدونوکې يوولس تنه ډار اچوونکي ووژل شول . په دغو ډار اچوونکو له تيرې شپې څخه تر نن سهار پورې دفراه ښار او دبالابلوک ولسوالۍ په مربوطاتو کې بريدونه شوي دي . دهېوادپه لويديځ کې دملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر اژانس ته وويل چې په دغو هوايي بريدونوکې يوولس تنه ډار اچوونکي وژل شوي دي . ده وويل چې طالبان ديولړ بريدونو په پلان جوړولو بوخت و چې بريدونه پرې وشول . په دغو بريدونوکې دطالبانو دوه مرکزونه له ټولو جنګي وسايلو سره يې دړې وړې شوي دي ختم_ ف _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ