ورزش

دافغانستان دکرکټ ملي ټيم دمتحده عربي اماراتو له ټيم سره لوبه کوي.

-کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٤
دهيواد دکرکټ ملي ټيم نن دمتحده عربي اماراتو له ټيم سره په دغه هيواد کې په شل آوريزو سياليو کې لوبه کوي.
دکرکټ بورد وياند فريد هوتک دباختر آژانس خبريال ته وويل چې ددغو دواړو ټيمونو ترمنځ لوبه دافغانستان په وخت له غرمې وروسته په يوه بجه او ديرشو دقيقو په دوبى ښارکې پيليږي.
دهوتک دڅرګندونو له مخې : دافغانستان دکرکټ دملي ټيم دوه نورې شل اوريزې لوبې د روان کال دليندۍ دمياشتې په شپږويشتمه او اته ويشتمه نيټه کې داماراتو له ټيم سره ترسره کوي.
مخکې له دې دهيواد دکرکټ ملي ټيم دانګلستان دانګلند لاين د ټيم په وړاندې په يوه څلور ورځنۍ لوبه په لږ توپير سره ماتې وخوړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته