کابل باختر د ثور يوويشتمه :
په کندز ولايت کې تيره شپه دغير مسوولو وسله والو کسانو په بريد کې درې تنه ملکي وګړي ووژل شول او يوماشوم ټپي شو .
دکندز ولايت وياند عبدالحدود واحدي دباختراژانس خبريال ته وويل غير مسوولو وسله والو کسانو يوسراچه ډوله موټر چې له کندز ښار څخه دخان اباد ولسوالۍ ته روان و دجنګل باغ په کلى کې ودراوه اوله ډيل پرته درې تنه سپرلۍ په ډزو سره ووژلې .
واحدي زياته کړه په دې پيښه کې يولس کلن ماشوم چې پلار يې ددغې پيښې په وژل شويو کسانوکې شامل دى، سخت ټپي شوى دى .
يوه اړونده خبرځاى وويل: دوه تنه نور وژل شوي کسان په خان اباد کې په يوه غير قانوني وسله وال قوماندان امان الله پورې اړوند کسان و اوښايي چې ديوبل قوماندان له خوا وژل شوي وي .
ده زياته کړه چې لاتراوسه پورې ديرغلګرو هويت چې تښتيدلي دي مشخص نه دى او پوليسو په دې برخه کې څيړنې کوي .
0 1 دقیقه لوستل