امنیت

رحمت الله نبيل : شپږ ويشت بنسټپال ګوندونه او جريانونه دافغانستان په جګړې کې لاس لري.

کابل باختر دسلواغې دمياشتې  ٢ :
دملي امنيت دلوى رياست نوماند وايي: ديو شمېر ګاونډيو هيوادونو په استخباراتو تړلي شپږ ويشت ګوندونه او بنسټپال بهيرونه دافغانستان په جګړې کې لاس لري.
د باختر آژانس د خبـــــريال د خبرله مخې: د ملي امنيت  لـــــوى رياست ته نومـــاند
رحمت الله نبيل نن داستازو په مجلس کې وکيلانو ته دخپلو پروګرامونو دبيانولو په ترڅ کې وويل: شپږ ديرش ګوندونه او ډلې دافغانستان په جګړې کې لاس لري چې ځوانان جګړې او د دوى په خبره په افغانستان کې جګړې او جهاد ته هڅوي او ليږي.
ده وويل : پخوا دملي امنيت په ادارې کې پانګه اچونه نه ده شوې ؛ وويل :که چيرې دمجلس رايې ترلاسه کړم دملي امنيت اصلي ظرفيتونه او وړتياوې وڅيړم او تطبيق کړم.
ده وويل: زما يو پروګرام دملي امنيت په رياست کې اصلاحات او جوړښت دى چې ځوانان او ښځينه کارکونکې به جذب کړم.
دملي امنيت  ادارې ته نوماند څرګنده کړه   هغه بهرني هيوادونه او کړۍ  چې په افغانستان کې  جګړې ته لمن وهي  په پاى کې به دجګړې لمبې  دهغوى لمن به هم ونيسي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته