کابل باختر د مرغومي پنځه ويشتمه :
دعامه نظم دپوليسو يوسرتيرى پرون په غورولايت کې دخپل سنګروالو له خوا شهيد کړى شو .
دغور ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر ضيا الدين ثاقب دباختراژانس سيمه ئيز خبريال ته وويل چې دعامه نظم دپوليسو دغه سرتيري دفيروزکوه ښار دشاه تيغ په پوسته کې په نورو سرتيرو ډزې وکړې چې له امله يې دده يو سنګروال شهيد او درې تنه نور ټپيان شول .
يوه اړونده خبرځاى وويل چې بريدګر سرتيرى نيول شوى او تر تحقيق او پوښتنې لاندې دى .
ختم_ ف _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ