کابل – باختر دکب دمياشتې ١٩
د پوليسو د يوه سرتيري مړى نن دجوزجان ولايت د آقچې ولسوالۍ په مربوطاتو
کې ترلاسه شو.
د جوزجان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال فقيرمحمد جوزجاني د باختر آژانس خبريال ته وويل : دغه سرتيرى تيرماښام کله چې له دندې څخه خپل کورته روان وو د آقچې ولسوالۍ دجنګل اريغ په کلي کې بيدرکه شوى و.
تراوسه پورې دپوليسو ددغه سرتيرې د وژنې علت او عامل مشخص نه دى او د آقچې ولسوالۍ د روغتون مسوول ډاکتر نجيب الله وويل چې دغه سرتيرى د ده
په سر ديوې ګولۍ دلګيدو له امله وژل شوى دى .
1 د یوې دقیقې څخه لږ