امنیت

څلور وسله وال مخالفين د خپل ماين ښکار شول

پل علم باختر د غويي دمیاشتې ۲۴ مه
دلوګرولايت په محمد اغې ولسوالۍ کې څلور وسله وال مخالفین د خپل ماین ښکار شول.
د لوګر ولایت امنیه قوماندان عصمت الله عليزي باختر اژانس ته وویل: تېره شپه د محمداغې ولسوالۍ د ګلابو په کلي کې د وسله والو مخالفینو مشر په یاسر مشهور قاري سمیع الله چې ماین یې ښخاوه خپل ماین پرې وچاوديد او له امله یې د ده په ګډون څلور تنه مخالفين وژل شوي دي.
د یادونې وړ ده چې په تېرو دوه اوونيو کې په دغه ولایت کې تر څلویښتو زیات مخالفین وژل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته