امنیت

د مټاخان امنيه قوماندان له موټر بم بريد روغ ووت

ښرنهباخترد زمري لومړۍ
د پکتيکا د مټاخان ولسوالۍ پر امنيه قوماندان عبدالودود افغان نن له غرمې وروسته د موټر بم چاودنه شوې.
چارواکي وايي چې ياده چاودنه د مټاخان ولسوالۍ او د مرکز ښرنې ترمنځ په پتنې سيمه کې شوې ده.
د پکتيکا د امنيه قوماندان وياند شاه محمد ارين د باختر اژانس سيمه ييز خبريال ته وويل، چې له يادې چاودنې د مټاخان ولسوالۍ امنيه قوماندان روغ رمټ وتلى، خو د يوې ماشومې په ګډون دوه ملکي وګړي پکې وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.
ويل کېږي په چاودنه کې د امنيه قوماندان درې ساتونکي هم سطحي ټپيان شوي چې له درملنې وروسته بېرته خپلو دندو ته ستانه شوي دي.پاىوصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته