امنیت

درې وسله وال طالبان په فراه کې ووژل شول

٢٣- فراه / د مرغومي /۲۲/ باختر
درې وسله وال طالبان تېره شپه د فراه په پشت رود ولسوالۍ کې ووژل شول او یو بل ټيي شو.
د ظفر قول اردو باختر اژانس ته د یوې خبر پاڼې په لېږلو سره خبر ورکړ چې دغه طالبان د دغه ولایت په پشت رود ولسوالۍ کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر پوستو د برید په وخت کې ووژل شول .
په خبر پاڼه کې وویل شوي دي چې د ظفر قول اردو منسوبانو پنځه ماینونه چې طالبانو د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تګ راتګ په تګلوري کې ځای پر ځای کړي وو کشف او شنډ کړل.
په دغو عملیاتو کې پوځیانو او ملکیانو ته زیان نه دی اوښتی . پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته