سیاست

د جمهوررئیس غني په مشرۍ د وسله‌والو ځواکونو د اعلی سرقوماندانۍ غونډه جوړه شوه

کابل_باختر د زمري د مياشتې٤مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د وسله‌والو ځواکونو د اعلی سرقوماندانۍ غونډه پرون مازیګر په ارګ کې جوړه شوه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې د هېواد عمومي امنیتي وضعیت او د غور ولایت په تیوره ولسوالۍ، د فاریاب ولایت په کوهستاناتو او د پکتیا ولایت په جاني خیلو ولسوالۍ کې وروستي انکشافات و ارزول شول.
په غونډه کې څرګنده شوه چې په دغو ولسوالیو کې دښمن ته په ځانګړي ډول هوايي بریدونو کې سخت تلفات اوښتي دي او دغه هوايي بریدونه ډېر اغیزناک وو.
غونډې د له لاسه تللو سیمو د بیا نیولو په خاطر امنیتي او دفاعي ارګانونو ته لازمې لارښوونې وکړې.
دغه راز د وسله‌والو ځواکونو اعلی سرقوماندانۍ غونډې د هېواد زړه‌ور امنیتي او دفاعي ځواکونه په ځانګړي ډول په فاریاب ولایت کې میشت ځواکونه چې زړه‌ورتیا یې ښودلې ده وستایل او د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ارګانونو مسوولانو ته یې دستور ورکړ چې هغو سرتیرو او منسوبینو چې په فاریاب ولایت کې تر اخره مقاومت کړی دی او خپل سنګرونه یې ساتلي دي، باید وستايل شي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته