سیاست

اجرائیه رئیس د لښکرګاه په ایمرجنسي روغتون کي له زخمیانو څخه لیدنه وکړه

-کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ١٣
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله هلمند ولایت ته د خپل سفر پر مهال پرون ماخستن د لښکرګاه ښار په ایمرجنسي روغتون کي د جګړې له زخمیانو څخه لیدنه وکړه.
داجرايه رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ.
ددغه روغتون مسؤلینو اجرائیه رئیس ته د دغې کتنې پرمهال وویل،‌ چي دغه روغتون سل بستره لري خو نوي ورته لس بستره نور هم اضافه سوي چي، په دې سره به د جګړو قربانیانو ته د رسېدني وضعیت بهتره سي.
هغوی وویل،‌ چي په هلمند کي د وروستیو جنګ جګړو پر مهال یې کار زیات سوی و او ډېر وختونه د زخمیانو او اړمنو تعداد د دغه روغتون له ظرفیت څخه ډېریدی.
اجرائیه رئیس له زخمیانو څخه د کتنې پرمهال هغوی ته د چټکي روغتیا هیله وکړه او صحي مسؤلینو ته یې دنده وسپارل چي د جګړو قربانیانو ته پاملرنه زیاته کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته