ټولنه

د ښځينه خبريالانو دټولنې له خوا دښځو دنړيوالې ورځې نمانځنه

کابل باختر د کب دمياشتې  ١٧ :
دښځينه خبريالانو مرکز  نن دښځو نړيواله ورځ ونمانځله.
په هغو مراسمو کې چې  په همدې مناسبت دنى په مرکز کې پرځاى شول وينا والو دمارچ دمياشتې  داتمې نيټې دنمانځنې په ترڅ کې دخبريالو ښځو په زيات پيوستون تينګاروکړ.
په دغو مراسمو کې ددغې ټولنې مسوولې ميرمن نقيبه بارکزۍ  دمارچ اتمه يې   دميرمنو دحالت دبدلون لپاره  دبيا ژمنې ورځ  وبلله  .
دغه راز  په دغو مراسمو کې  يوشمير نورو خبريالو ميرمنو ويناوې وکړې اوپه خپلو ويناو کې په ټولنه کې  دخبريالو ښځو  دمقام په باب خبرې وکړې او دخبريالانو ترمنځ  دزيات پيوستون په لاره کې په هلوځلو ټينګاروکړ.
دوى وويل ؛ دافغانستان ښځې درسنيو دمخاطبانو مهمه برخه تشکيلوي  اوپه رسنيو کې دښځو پيکه شتون  درسنيو دمحتوا په کيفيت ، اغيزمنتوب او په رسانه يي فعاليتونو منفي اغيزه کړې ده.
ويناوالو څرګنده کړه  چې رسنۍ دبيا ن  دازادۍ ، دبشري حقوقو  دارزښتونو  او د حکومتي مسوولينو دځواب ورکولو په پياوړتيا کې مهم رول لري.
په معلوماتو دلاسرسي ،امنيتي ستونزې او دحقيقتونو دعواقبو اوحقوقي چلنجونو دګواښ او ويرې په دليل  خودسانسوري يې دخبريالانو مهمې ستونزې وبللې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته